کندهار ښار او ولسوالیو کی به تړلی ښوونځی فعاله کړل سی

دغه څرګندونی (( دجینوا کال )) مؤسیسې مسؤل سهیل ریچی د کندهار والی حیات الله حیات سره لیدنه کی وکړې او زیاته یې کړه، چی په کندهار ولایت کی یې نوی په فعالیت پیل کړی او لومړی به ټولی هغه ښوونځی چی د نامعلومو دلایلو له مخی بند پاته دی بیاځلی فعاله کړی او د پوهنی فعالیتونه به پراخ کړی.

ښاغلی ریچی د کندهار والی څخه غوښتنه وکړه چی ددوی سره دی د پوهنی په برخه کی د خدمتونو په وړاندی کولو کی همکاری وکړل سی څو دوی په اسانۍ سره وکولای سی ټولی بندی ښوونځی خلاصی کړی.

کندهار والی حیات الله حیات د جینوا کال مؤسیسی مسؤل ته ښه راغلاست ووایه او د نوموړی ادارې د پیل سوی فعالیتونه څخه یې مننه وکړه.

ښاغلی حیات وویل ولایتی اداره د یادی مؤسیسې د پوهنی د فعالیتونو سره همکاری کوی، څو په کندهار کی د پوهنی بهیر لا هم پیاوړی سی .

 

 

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...