کندهار والی: د ښار دمرکزی سیمو څخه دی د ولسوالیو او نورو ولایتونو اډې و ایستل سی

د سې شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په خپل کاری دفتر کی د روزګان او دکندهار دشمالی ولسوالیو د اډې له یو شمېر دوکاندارانو سره له نژدې وکتل، چی پرمهال یې د کندهار سرپرست ښاروال، د ترافیکو مدیر او ترانسپورت ریاست رئیس هم ګډون کړی وو.

د یادی سیمی دوکانداران خپلی ستونزی د کندهار والی سره شریکی کړې او د حل غوښتنه یې وکړه .

په لیدنه کی د روزګان او دکندهار دشمالی ولسوالیو د اډې یو شمېر دوکاندارانو د دغه اډې اړوند یو شمېر ستونزی له کندهار والی سره شریکی کړې او ویې ویل، چی دغه اډه د یاد ولایت او ولسوالۍ لپاره جوړه سوې ولی بیا هم له روزګان او شمالی ولسوالیو څخه یو شمېر راتلونکی موټرونه د کندهار ښار په داخل کی له غیر قانونی اډو څخه ګټه اخیستنه کوی.

نوموړو د ولایتی ادارې څخه د غیرقانونی اډو چی د یاد ولایت او ولسوالیو لپاره ورڅخه خلګ ګټه اخیستنه کوی د بندولو او هغوئ ته د موټرانو د نه اجازې غوښتنه وکړه څو اروزګان ولایت او شمالی ولسوالیو ته تلونکی موټرونه له ټاکل سوی اډې څخه ګټه اخیستنه وکړی.

په لیدنه کی کندهار والی حیات الله وویل، هغه اډې، چی د ښار په داخل کی وی او د روزګان ولایت او شمالی ولسوالیو لپاره ورڅخه په غیر قانونی ډول ګټه اخیستنه کېږی ټولی به تړل کېږی، چی په خبره یې، د دې کړنی په ترسره کولو سره به په ښار کی د ترافیکی پېښو د مخنیوی ترڅنګ د یادو کسانو ستونزو ته حل لاره هم لټول سوې وی.

دغه راز نوموړی وویل، چی ولایتی اداره هڅه کوی څو خلګو ته سهولتونه برابر کړی او هغه ستونزی چی ولس ورسره مخ وی پر وخت ورته حل لاری ولټوی.

ښاغلی حیات اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چی یو ځانګړی میکانیزم جوړ او د همدې میکانیزم له مخی د اروزګان ولایت او شمالی ولسوالیو لپاره غیر قانونی اډې بندی او ټول بارېدونکی موټرونه له ټاکل سوی اډې څخه ګټه اخیستنه وکړی.

باید یاده کړل سی چی کندهار والی د ترانسپورت ریاست ، ښاروالۍ او ترافیکی ریاست ته سپارښتنه وکړه څو د ښار دمرکزی سیمو څخه د ولسوالیو او نور ولایتونو اډې وباسی .

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...