کندهارکی به زرو کورنو ته دښارسازۍ ریاست له لوری د ملکیت سندونه ورکول سی

د کندهار په ولایت مقام کی د سندونو د وېش په اړه لومړنۍ تدابیری غونډه جوړه سوه چی پر مهال یې د کندهار والی حیات الله حیات اړوند ریاستونو ته سپارښتنه وکړه چی د یوه منظم پلان له مخی باید هغه سرایونو ته د ملکیت سندونه ورکول سی چی کلونه یې پر یوه ځای استوګنه کړې وی .

د کندهار ښار په پنځلسو ناحیو کی به د یوې خاصی سروې له مخی ۱۰۰۰ کورنو ته د ملکیت شریعی او عرفی سندونه ورکول سی.

په دې اړه نن په کندهار ولایت مقام کی تدابیری غونډه جوړه سوې وه چی پر مهال یې د کندهار والی په شمول د مؤسیساتو استازو او ځینی سکتوری ریاستونو رئیسانو برخه اخسیتی وه .

په غونډه کی د ښاروالۍ، اراضۍ او ښار جوړنی ریاست د فعالیتونو په اړه راپور وړاندی سو چی له مخی یې ویل سوی وه چی سږ کال نوموړی ادارو د هبیتاتو او ځینی نورو همکاره مؤسیساتو په همکارۍ عواید لوړ کړی دی او هم یې د ښار ټولو سیمو ته د صفایی تکسونه رسیدلی او زیاتو کسانو دغه پیسې تحویل کړی .

په دغه تدابیری غونډه کی وویل سوه چی د ښار پر زرو کورنیو باندی د سندونو لړۍ به د یوې خاصی پروسې له مخی د جمهور رئیس محمد اشرف غنی له لوری پیل سی اوهم به په ښار کی پر فرعی کوڅو نومونه او پر کورنو نمبرونه ولګول سی.

په غونډه کی د پرمختیایی راپور پر مهال وویل سوه چی عام وګړی رسنۍ او د مسجدونو ملا امامان باید د صفایی تکس د تحویلولو په برخه کی د ولایتی ادارې سره همکاری وکړی څو پرمختیایی کارونه زیات سی.

د غونډی د ګډونوالو د راپور د لیدلو ورسته کندهار والی حیات الله حیات وویل چی د ملکیت سندونو د ویش لپاره دی خاصه کمېټه جوړه سی تر څو هغه کورنه په نښه کړی چی تر پنځلس کلنو زیاته استوګنه یې په یوه کور کی کړې وی او هم یې د صفایی تکس پر وخت تحویل کړی وی.

ښاغلی حیات وویل چی د هیواد د نورو ولایتونو په څېر دی پر سړکونو نومونه او کورنو نمبرونه د یوه خاص پلان له مخی کښېښودل سی.

نوموړی وویل چی د عرفی او شریعی قبالو توازن باید وساتل سی څو خلګ دواړو د ملکیت سندونو اخیستلو ته زړه ښه کړی .

د سندونه د وېش دغه پروګرام د هیواد په اتو ولایتونو کی پیل سوی دی چی مالی لکښت یې د اسیایی بانک له لوری ورکول کیږی.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...