کندهاروالی:دولتی مسؤلین د ولس د حقوقو په ارایه کولو مکلف دی

دغه څرګندونی له معمول سره سم د دوشنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په ولایت مقام کی د خلګو سره د مخامخ لیدنی پرمهال وکړې، دغه لیدنه، چی د عام ولس امنیتی او حقوقی ستونزو ته ځانګړې سوې وه پکښی د امنیه قومندانۍ، ملی امنیت، عدلی او قضایی ارګانونو استازو او د دولتی ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

په غونډه کی عام ولس خپلی امنیتی او حقوقی ستونزی له کندهار والی حیات الله حیات سره په مخامخ ډول شریکی کړې او د حل په برخه کی یې د ولایتی ادارې څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

کندهار والی یادی ستونزی یو په یو واورېدې او هغه یې د حل په موخه اړوندو ارګانونو ته راجع کړې، ترڅو لازم اجراأت صورت ونیسی.

ښاغلی حیات وویل، چی ولایتی اداره هڅه کوی، چی د ولس ستونزو ته د قانون په رڼا کی حل لاری ولټوی ترڅو عدالت تأمین او د خلګو حقوق خوندی وساتل سی.

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...