د روزګان ولایت څخه راکوچېدلو خلګو دکندهار والی سره وکتل

دغه لیدنه، چی ددوشنبې په ورځ ولایت مقام کی ترسره سول پرمهال یې دکندهاروالی حیات الله حیات ترڅنګ په ټولنیزو چاروکی دولایت مقام مرستیال حاجی اغالالی دستګیری هم حضور درلود.

لیدنه کی دهغو کورنیو استازو خپلی ستونزی دکندهاروالی حیات الله حیات سره شریکی کړې، چی دروزګان ولایت څخه کندهار ښار ته دناامنیو له سببه راګډوال سوی.

دوئ دسرپنا ترڅنګ اقتصادی او ټولنیزی ستونزی بیان او دهغه سفر په اړه یې هم معلومات وړاندی کړل، چی پلازمینی کابل ته یې دجمهور رئیس محمد اشرف غنی سره دلیدنی په موخه کړی ؤ .

راغلو کسانو وویل، چی جمهور رئیس یې ستونزی واورېدې او دسرپنا دمځکو دورکړی او مالی همکارۍ په موخه یې پر ولایتی ادارې مکتوبونه ورکړل .

کندهاروالی دیادو ولسی مشرانو څخه مګتبونه ترلاسه او دهمکاری او اجراآتو په اړه یې دبشپړی همکارۍ ډاډ څرګندکړ.

هغه وویل، چی دګډوالو چارو ریاست ته به هدایت وکړی ترڅو اړینی مرستی چمتو او دمځکو دورکړی په اړه هم داداری طرزالعمل له مخی اقدامات تر سره کړی.

خبریال: نثاراحمد احمدی

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...