د ارزګان امنیه قومندانۍ کی ۲۸ وارثینو ته د اکرامې پیسې ورکول سوې

د ارزګان امنیې قومندانۍ د دغه ولایت ۲۸ هغو کورنیو ته د اکرامې پیسې ورکړې چې د کورنۍ غړی یې د پولیسو په لیکو کې ژوند د لاسه ورکړی.

امنیه قومندان وایی دا هڅه یې کړې چې په نظام کې د شهیدو سوو پولیس سرتیرو حقوق پر ټاکلی وخت د هغوی کورنیو ته ورسوی.

د ارزګان امنیې قومندانۍ ته ۲۸ کورنۍ چی خپلوانو یې د پولیسو په لیکوکی ژوند له لاسه ورکړی و د اکرامې پیسو ترلاسه کولو لپاره راغلی وه.

د ارزګان امنیه قوماندان سمونوال خطاب خنجری وایی د راتګ څخه یې تر دی مهاله هڅه کړی ترڅو د پولیسو په لیکو کې د شهیدانو کورنیو ته د هغوی حق پوره او پر وخت ورسوی.

خنجری وایی په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې زیات داسې کسانو د پولیسو په لیکو کې ژوند بایللی چې هیڅ د هغوی سره یې ثبت او رسمیت نه درلودل او د ډیرو شهیدو پولیس سرتیرو هویت او د کورنۍ غړی دوی ته ندی معلوم.

امنیه قوماندان وایی د دی ټولو ستونزو سره سره بیاهم دوی هڅه کړی چې د بیلابیلو لارو د شهیدانو وارثین پیدا او حق یې ور ورسوی.

د پولیسو دغه مشر وایی زیات وخت د هغوی د کورنۍ غړی چې د پولیسو په لیکو کې خپل ژوند له لاسه ورکوی د سره صلیب د کارکوونکو په مرسته تر هغوی پوری رسول کېږی.

امنیی قوماندانۍ چې نن یې د ۲۸ وژل سوو پولیسو کورنیو ته د اکرامې پیسې ورکولی وویل په ولسوالیو کې د عدلی او قضایې ادارو نه شتون د وثیقو په جوړولو کې لویه ستونزه را ولاړه کړېده.

د وژل سوو پولیس سرتیرو د کورنۍ غړی د دولت څخه د مننی ترڅنګ غوښتنه کوی چې هغوی ته دی پاملرنه زیاته او حقوق دی ورته پر وخت ورکول سی.

امنیې قوماندانۍ ته راغلی وارثین د وژل سوو کسانو پر وخت نه انتقال ترڅنګ هغوی ته د اکرامی پیسو ترلاسه کولو په برخه کې ګڼی نوری ستونزی هم یادوی.

دوی وایی د اکرامې پیسو ترلاسه کولو لپاره باید اوږده پروسه ترسره او ګڼی ستونزی وګالی.

ارزګان کې د وژل سوو پولیس سرتیرو کورنیو ته په داسی حال کې د اکرامی پیسی ورکول کېږی چې موولین وایی سږکال د نورو کلونو په پرتله د پولیسو مرګ ژوبلی کچه کې ټیټوالی راغلی دی.

خبریال: اجمل وصال

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...