دکندهار مرستیال والی: د زندانیآنو ستونزی حله وو

دکندهار مرستیال والی دکندهار په مرکزی زندان کی د زندانیانو سره لیدنه کی وویل، هغه ستونزی چی زندانیان ورسره مخ دی، ډېر ژر بې د حل په موخه ګامونه پورته کړی.

دکندهار مرستیال والی عبدالحنان منیب د سې شنبې په ورځ د کندهار مرکزی زندان ته ولاړی او هلته یې د بندیآنو سره د نژدې ولیدل.

لیدنه کی زندانیانو یو په یو خپلی ستونزی شریکی کړې.

هغوی وایی، دوسیو ته رسیدګی نه کېږی او دا مهال د زیاتو کسانو دوسیې تر مودو وروسته لاینحله پاته دی.

دغه راز په ځانګړو ورځو کی د ولسمشر د بخښنی فرمانونه پر خپل وخت نه عملی کېږی او په دغه پروسه کی ځنډ رامنځته کېږی.

مرستیال والی عبدالحنان منیب زندانیانو ته ډاډ ورکړ، چی د هغوی د ستونزو د حل په موخه به لازم او جدی اقدامات کوی، څو دوسیی یې وڅېړل سی او د بخښنی د فرمانونو پروسه یې لنډه او پر وخت سی.

دکندهار مرکزی زندان د زون په کچه جوړ سوی، چی ددې ولایت ترڅنګ په کښی د زون د نورو ولایتونو سیاسی او جنایی مجرمین ساتل کېږی.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...