دولایت مقام دبشری سرچینو رئیس:په ریاستو کی دحاضرو او غیرحاضرو مامورینو بایدفرق وسی

د دوشنبې په ورځ د ولایت مقام د بشری سرچینو سرپرست رئیس جاویدالله سلطانی د زراعت ریاست ته ولاړئ او د مامورینو د کار حاضری یې کنټرول کړه.

دده په خبره، د ټولو دولتی ادارو مامورین باید پر خپل وخت دندی ته ولاړ سی، څو د خلکو ستونزی حل کړی.

د دوشنبې په ورځ د ولایت مقام د بشری سرچینو سرپرست رئیس جاویدالله سلطانی د زراعت ریاست ته ولاړئ او هلته یې د مامورینو د کار حاضری کنټرول کړه او هغه مامورین چی دندی ته نه وه راغلی غیر حاضر یې کړه.

ښاغلی سلطانی وایی، یاد اقدام یې د خلکو د هغه شکایت وروسته کړی، چی موده مخکی یې کندهار والی ته کړی وو او غوښتنه یې کړې وه، چی مامورین دی د ولس د ستونزو د حل په موخه پر خپل ټاکلی وخت دندی حاضرېږی.

نوموړی وایی، ټولی دولتی ادارې به څاری او د هغه مامورینو ترمنځ چی دندی ته راځی او هغه چی نه راځی مکافات او مجازات کېږی به.

د بشری سرچینو رئیس وایی، د دولتی ادارو ټول کسان د ولس د ستونزو د حل په موخه په دندو ګمارل سوی دی او د دولت لخوا په همدې موخه معاش ورکول کېږی.

جاویدالله سلطانی وایی، هر مامور باید د کړی ژمنی سره سم پر ټاکلی وخت دندی ته حاضر سی او د خپل ولس ستونزی پر خپل وخت حل کړی.

دا په داسی حال کی ده، چی ولایت مقام وخت ناوخته د ولس د ستونزو د ژر او پر خپل وخت د حل په موخه له دولتی ادارو څخه څار او ارزیابی کوی او هغه مامورین چی دندو ته نا حاضرېږی قانونی چلند ورسره کوی.

خبریال: روزالدین ایازی

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...