امنیه قومندانۍ د وسله والو پنځه کسیزه ډله نیولې ده

د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایی، چی یادو کسانو په ښار او ولسوالیو کی د دولت ضد تخریبی او ترهګریز فعالیتونه کول، چی د تحقیقاتو پر مهال یې پرخپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

په ورته وخت کی پولیسو د یکشنبې په ماښام په ښار کی درې تنه چرکی ویشتونکی هم د مخامخ جګړې پر مهال له منځه وړی دی.

د دوشنبې په ورځ امنیه قومندانۍ د هغو پنځو تنو نیول سوو وسلوالو ترهګرو معلومات د رسنیو سره شریک کړل، چی په ښار او ولسوالیو کی یې د دولت ضد ورانکاره او ترهګریز فعالیتونه کوی.

د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارګزی وایی، چی په نیول سوو کسانو کی درو تنو په ولسوالیو کی جنګی فعالیتونه کول او دوو تنو یې په ښار کی ترهګریز اعمال ترسره کول، چی په خبره یې دوی پخپلو جرمونو اعتراف هم کړی.

یاد کسان پر داسی مهال نیول کیږی، چی د یکشنبې په ماښام هم درې تنه وسلوال چرکی بریدګر د پولیسو سره په مخامخ نښته کی ووژل سول.

د امنیه قومندانی په خپره سوې اعلامیه کی راغلی دی، چی لومړی دوو تنو چرکی بریدګرو د لسمی حوزې د مینا برج سره د پولیسو پر ګزمه برید وکړ، چی په جوابیه ډزو کی یو تن ووژل سو او دوهم تن تر تیښتی وروسته د ۱۲ حوزې په چوڼۍ کی لومړی محاصره او وروسته ووژل سو.

د خبرپاڼی په حواله چی تر یادی پیښی یو ساعت وروسته د لومړۍ حوزې د کابل شاه پر چوک بل چرکی بریدګر پر داسی مهال ووژل سو، چی د تلاشۍ لپاره پر پیره پولیسو یی حمله وکړه او په جوابیه ډزو کی ووژل سو.

خبریال:احمد بهیر احمدی

x

دا هم وګورئ

دکندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی ۲۰ بابه کشمیش خانې جوړیږی

اړوند مسؤلین وایی، زیاتی هلی ځلی کوی، ترڅو د زراعتی پیاوړتیا په موخه اساسی پروژې ...